دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیکا: ماین چاودنه کې ۷ تنه وزیرستاني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیکا: ماین چاودنه کې ۷ تنه وزیرستاني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

دپکتیکا ولایت سیمه ییزچارواکي وايي د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ترهګرو لخوا په سړک د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پیښه کې د وزیرستان اووه تنو کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

رسنیو ته په استول شوي خبري پغام کې نن د دوشنبې یا په ورځ د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي د وزیرستاني کډوالو په ډاډسن موټر د ماین چاودنه پرون له غرمې مخکې دبرمل ولسوالۍ اړوند د مرغه سیمه کې شوې.

د ارین په وینا په موټر کې د سپرو۷ کسانو څخه ۵ تنو یې خپل ژوند دلاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل ((:ترهګرو طالبانود ماین په چاودنه کې په برمل ولسوالۍ کې دشمالي وزیرستان بې ګنا ولسي خلک په نښه کړي دي، د پیښې قرباني شويو کسانو چې دامهال یې د افغانستان پکتیکا ولایت کې د کډوالۍ ژوند کاوه د خیبر پښتونخوا دمیرانشاه سیمې اوسیدونکي دي.))
دطالبانو تراوسه د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

پکتیکا او خوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه د افغانستان هغه ولایتونو نه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پر مهال د ضرب عضب عملیاتو له امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: