شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پېښور: د پیغمبر اسلام په شان کې د ګستاخۍ په تور یو تن په عدالت کې د قاضي په وړاندې وژل شوی

پېښور: د پیغمبر اسلام په شان کې د ګستاخۍ په تور یو تن په عدالت کې د قاضي په وړاندې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې يو تن په عدالت کې دننه په ډزو وژل شوی دی، راپورونه وايي وژل شوی تن طاهر احمد نسيم نوميږي احمدي/ قاديانی ؤ او د مذهب د سپکاوي د تور په مقدمه کې عدالت ته راوستل شوی ؤ.

د پېښور ښار د ختيځې يا شرقي پوليس تاڼې يو چارواکي رسنیو سره په خبرو کې پخلی وکړو چې دغه پېښه د شرقي تاڼې په علاقه کې په عدالت کې مخې ته راغلې ده.

پوليس چارواکي اسرار وويل دغه تن عدالت ته د جېل نه راوستل شوی هلته پرې يو بل تن درې ډزې کړي او په ځای يې وژلی دی.

هغه وويل کوم تن چې ډزې کړي هغه نيول شوی دی.

پوليس چارواکي وويل په وژل شوي تن په کال 2018م  کې د پېښور په سربند تاڼه کې د پېغمبر اسلام (ص) په شان کې د سپکاوي مقدمه درج شوې وه.

د سربند تاڼې يو چارواکي انتخاب وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې د دغه تن پرضد 295 ای، 295 بی 295 سي مادو لاندې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې وه.

هغه وويل په ياد تن يو ځايي مولا مقدمه درج کړې وه.

پوليس چارواکي زیاته کړه طاهر احمد نسيم د نيولو وروسته په دوېمه ورځ جېل ته لېږل شوی ؤ، او اوس يې پرضد په عدالت کې مقدمه روانه وه.

7 تبصرې

  1. There’s certainly a great deal to learn about this topic.I like all the points you have made.

  2. I couldn’t refrain from commenting. Very well written!

  3. I’m curious to find out what blog platform you have
    been using? I’m experiencing some small security
    problems with my latest website and I’d like to find something more secure.
    Do you have any suggestions?

  4. You should take part in a contest for one of the best websites
    on the net. I most certainly will recommend this site!

  5. Mano eu ja acho que não foi só isso, pois Snyder não terminou o filme, neste caso foi a visão que os executivos queriam, por isso contrataram Whedon e a visão do Snyder que acabou suprimida.

  6. It is truly a nice and helpful piece of information.
    I am glad that you simply shared this helpful info with us.
    Please keep us informed like this. Thanks for sharing.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: