شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / پاکستان / څېړنکاران: سعودي د بهرنۍ تګلارې سره د اختلاف په اساس له پاکستان خپله قرضه بېرته غوښتې

څېړنکاران: سعودي د بهرنۍ تګلارې سره د اختلاف په اساس له پاکستان خپله قرضه بېرته غوښتې

څېړنکاران وایي سعودي عرب د بهرنۍ تګلارې په ځېنو معاملو دپاکستان نه خفه شوې اؤ ددغه هیواد څخه یې ورکړو د پور پیسو کې یو ارب ډالر بېرته اخستي دي.

خو د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا خبره ردوي چې ګنې د پاکستان اؤ سعودي ترمنځ څه اختلافات روان دي اؤ وایي دکرونا وبا دلاسه دسعودي عرب اقتصاد باندې هم بدې اغېزې شوي ځکه پاکستان یو ارب ډالر بېرته ورستانه کړي دي.

دشهباز رانا په نوم یو وتلي څېړنکار د ایکسپریس ټي وي په یو پروګرام کې ویلي چې سعودي عرب ته د یو ارب ډالرو بیرته ورستنولو دپاره پاکستان د جولایي په وروستۍ اوونۍ کې دغه پیسې دچین نه په پور اخستي دي.

دکامران یوسف په نوم یو بل څېړونکي ویلي سعودي عرب ته ددې پور ورستنولو په اړوند د پاکستان دخزانې وزارت اؤ دولتي بانک دبیا بیا پوښتنو باوجود هیڅ نه دي ویلي .

د ځنې سرچینو لخوا داسې دعوې مخې ته راغلي چې سعودي عرب اؤ پاکستان دبهرنۍ تګلارې په ځېنو معاملو خپلو کې خفګان لري چې له دې امله د دواړو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې واټنونه سیوا شوي دي.

یو شمیر رسنیو د دولتي سرچینو له قوله دخالي په ورځ لیکلي چې دسعودي عرب اؤ پاکستان د اختلافاتو له امله دسعودي عرب دپور هغه یو ارب ډالر چې پاکستان به سږکال نومبر کې سعودي ته ستنولې، وزیراعظم عمران خان له وخته مخکې دغه پیسې دجولایي په میاشت کې سعودي عرب ته ستنې کړي دي.

رسنۍ دا هم وایي چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پورونو د لومې نه ځان ویستل غواړي اؤ ددې غرض دپاره یې د سعودي عرب نه د نور پور اخستو غوښتنه هم کړې ده خو سعودي پاکستان ته د نور پور ورکولو پځائ هغوئ نه خپلې زړې پیسې هم بیرته غوښتي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا دا تاثر دعوې رد کړي چې ګنې دپاکستان اؤ سعودي ترمنځ څه اختلافات روان دي.

د جیو ټي وي په یو پروګرام کې دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دکرونا وایرس له امله دسعودي عرب اقتصاد هم زیات اغیزمن شوی ځکه چې دتیلو بیعې ټېټې شوي دي نو ځکه سعودي زمونږ په ستونزو خبر دی اؤ مونږ دسعودي عرب په ستونزو پوهه یو .

هغه ویلي پاکستان دسعودي عرب سره هیڅ رقم زړه بداوی یا تاؤ تریخوالی نه لري بلکې د دواړو هیوادونو اړېکې ډاګیزې اؤ پیاوړې بڼه لري چې ټوله نړۍ پرې خبره ده
په کال ۲۰۱۸م کې چې کله په پاکستان کې دعمران خان حکومت واکمنۍ ته ورسیدلو نو دعوه یې وکړه چې تیرو حکومتونو د هیواد خزانه تشه کړې ده اؤ هیواد دتاریخي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.

په دغه کال کې پاکستان د سعودي عرب نه هم درې اربه ډالر په پور اخستي اؤ متحده عرب اماراتو هم ورته اربونه ډالر پور ورکړی دی.

راپورونه وایي د پاکستان حکومت په مالي کال 2019م- 20م کې د جون تر مياشتې پورې 13.2 اربه ډالره قرضه اخیستې ده او له دې سره د حکومت له خوا په تېرو دوو کالو کې د اخیستل شوو قرضو حجم 26.2 اربه ډالره ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: