یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / څېړونکي: د اپوزیشن ډلو په غونډه کې پر پوځ د شویو نیوکو په پار پوځ هیڅ غبرګون ندی ښودلی

څېړونکي: د اپوزیشن ډلو په غونډه کې پر پوځ د شویو نیوکو په پار پوځ هیڅ غبرګون ندی ښودلی

 
پاکستان کې سیاسي څېړونکي وايي د پخواني وزیراعظم نوازشریف لخوا په پوځ باندې شوې سختې نیوکې پکار ده د پاکستان پوځ اندېښمن کړي.

د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه سیاسي ډلو د ټول ګوندیز غونډې په موقع پخواني وزیرا عظم نوازشریف د لندن نه په خپله وېنا کې پوځ په هدف کړی وو او ویلي یې وو:”زمونږ مبارزه د عمران خان په ضد نه بلکې دهغه خلکو په ضد ده چې عمران خان یې واکمنۍ ته رسولی دی.“
په خپله وینا کې پخواني وزیراعظم نواز شریف پوښتنې راپورته کړی وې چې که ډېکټیټر هر څومره لویې جرم وکړي ایا څوک ګوتې ور وړی شي؟ ایا کوم ډېکټیر ته تر اوسه سزا ورکړل شوې ده.؟

که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه دغه نیوکو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو د تحریک انصاف حکومت څلورو وزیرانو اسلام اباد کې د یو ګډ خبري کانفرنس په وخت د اپوزیشن ډلو په غونډه او د نوازشریف په وېنا خپل عکس العمل کې ویلي چې قامي ادارې دې په سیاست کې د لړلو نه ډډه وکړی شي ځکه چې دا د پاکستان او جمهوریت په ګټه نه ده.

سیاسي څېړونکي او پخوانې سېنټر افرسیاب خټک د نواز شریف په تقریر خپله څېړنه کې ویلي چې هغه په څلوېښتو کالو کې د حکومت کولو او حکومت مخالفه سیاست کې اوس ډېره تجربه لري او هغه خبرې یې کړي چې د اولس په زړونو کې پرتې دي.

افراسیاب خټک وايي پنجاب د پاکستان ۶۰ فیصده ابادي لري او پوځ کې هم لويه برخه لري، د هېواد په سیاست او نظام بدلولو کې غټ اهمیت لري. نوازشریف د پنجاب تر ټولو مهم سیاسي مشر دی د هغه خبرې په خلکو ډېره وار خطايي راوستې ده.

خبریال او څېړونکي امتیاز عالم وویل، نوازشریف په خپلو خبرو کې دراصل دا پېغام ورکړی چې هغه د سیاست څخه د پوځ د مداخلت او اثر لرې کولو په اړه په خپله بیانیه کلک ولاړ دی.
یو بل څېړونکي او خبریال عامر متین د نوازشریف په پوځ باندې د نیوکو په ترس کې خپله څېړنه کې ویلي چې د پخواني وزیراعظم لخوا په پوځ نېغ په نېغه نېوکې کول د پوځ لپاره د اندېښنو وړ خبره ده.
سیاسي ګوندونو په تېرو وختونو کې بیا بیا ویلي دي چې د کال ۲۰۱۸ ټاکنې د درغلیو نه ډکې وې او د پاکستان پوځ یې د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راوستو لپاره د ټاکنو په درغلیو تورن کړی دی.
د تحریک انصاف حکومت مرکزي وزیرانو خارجه وزیر شاه محمود قرېشي، د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر، د اطلاعتو وزیر شبلي فراز او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودهري د ګډ خبري کانفرنس ویلي چې اپوزیشن ټول ګوندیز کانفرنس د حکومت لخوا د جوړ جاړي قانون راوستلو د غوښتنو منلو نه انکار وروسته رابللی وو چې ددوي مایوسي ښايي.

2 تبصرې

  1. La abstinencia y la monogamia mutua son mejor para
    evitar el riesgo, mientras que los condones pueden reducir,
    aunque nunca eliminar del todo, el riesgo en aquellas personas que eligen no evitar riesgos con ‘A’ y ‘B’.
    Aunque le pueda resultar incómodo, use las palabras correctas, propias de las partes del cuerpo y
    las actividades sexuales. Las actividades que proponemos son fáciles
    de incorporar en otras áreas en las que el niño aprende cuando es pequeño.
    Use palabras que se entiendan y hagan que el niño se sienta cómodo.

    69. Desde la más tierna edad, los padres pueden observar inicios de una actividad genital instintiva en el niño.

    No piense que porque su hijo demuestre una habilidad social
    en un ensayo práctico lo va a transferir a una situación real.

    Muchos niños con síndrome de Down tienen dificultades para generalizar sus
    habilidades y necesitarán mucha práctica en las interacciones
    sociales de la vida real. Hay miles de juegos que tratan sobre el entrenamiento y práctica de
    las habilidades sociales apropiadas. Para los niños
    pequeños, el tiempo de juego es un momento excelente para
    iniciar el modelado y entrenamiento de habilidades sociales. https://elisoler.com/

  2. Everything is very open with a really clear description of the challenges.
    It was truly informative. Your website is very helpful. Thanks for sharing!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: