سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / چارواکي: تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ‌ده ثبت شوې

چارواکي: تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ‌ده ثبت شوې

چارواکي وايي چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ‌ده ثبت شوې. دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلې. تر دې مخکې پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په کرونا ویروس د مشکوکو اخته درېیو کسانو د وینو سمپلونه‌ یې له هراته کابل ته انتقال کړي او څېړنې پرې کوي. د هرات سیمه ‌ییزو چارواکو ویلي چې د ایران له قُم ښاره ورستانه شوي ۳۶ کسان‌ یې قرنطین کړي دي. د ملي امنیت شورا له ایرانه د کرونا ویروس د ورتګ د مخنیوي لپاره موقتاً له دغه هېواد سره ځمکنی او هوايي تګ راتګ بند کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: