دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چارواکي: له باګرام وروسته په ارزګان کې هم طالبانو ۶تنه سر تېري وژلي

چارواکي: له باګرام وروسته په ارزګان کې هم طالبانو ۶تنه سر تېري وژلي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په یو برید کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ ټپیان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي وایي چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۰بجي د ترینکوټ ښار اړوند په کوټ والو او چینو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي دي.

هغه وايي، د یاد برید پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو وايي، په اړه کره معلومات نه لري.

کوټ والو او چینو سیمه د ترینکوټ ښار څخه په پنځه کیلو متري کې پرتې سیمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوه برید په ترڅ کې تېره شپه د بګرام هوایي اډي ۶تنه ګارګران وژلي او درې نور ټپیان دي

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دې بریدونو اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: