د افغانستان د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول ۱۴ وسله وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وایي “د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شاوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.
فرهاد زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي او مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.