یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / بين المللي / چین د ابادۍ په نویو سیمو کې د بهرنیو ډزاینونو په کاپي کولو بندېز لګولی

چین د ابادۍ په نویو سیمو کې د بهرنیو ډزاینونو په کاپي کولو بندېز لګولی

د چین حکو مت د یوې اعلامې له لارې ویلي د ابادیو لپاره په بیلو شویو نویو سیمو کې نور څوک د چا د نقشې د کاپي کولو حق نه لري او نه هم څوک د چا کار غلا کولی شي .

په اعلامیه کې راغلي ودانۍ د یوه ښار کلتور ډاګیزوي، نو له دې کبله بهرنیو ښارونو ته د ورته ښارونو جوړول او د هغو د ډیزاین په نقلولو به محدودیت لګول کېږي.

همدا راز د حکو مت له خوا په لارښود کې د نویو اسمان څکو ودانیو په جوړولو هم بندیز لګیدلی او تر ۵۰۰ مترو پورته د دنګې ودانۍ جوړولو اجازه نه ور کوي.

خو حکو مت په خپله اعلامیه کې دا نه دي ویلي که څوک بهرنۍ ودانۍ کاپي کړي څه به ور سره کېږي خو دا یې ویلي، چې د ښار څارونکي به ستونزې له نظره تیروي.

دغه اعلامیه د اپرېل په ۲۷ خپره شوې، خو رپوټ یې اوس تازه ور کړل شوی او پکې یوازې د سټیډیمونو، نندارتونو ، موزیمونو، تیاترونو او د ولسي ودانیو نوم یاد شوی چې له نورو به نه کاپي کیږي.

په اعلامیه کې را غلي د یوه ښار ودانۍ د هغه ښار د بهرني انځور استازولي کوي او داخلي روحیه او هوا فضا یې د یوه ښار د کلتور استازیتوب کوي.

د چین حکو مت اوس د نوي عصر په ارکیټکچر یا ودانګرۍ تاکید کوي او وایي د یوه ښار خصوصیات او ځانګړنې به له کلتوري باورونو سره مرسته وکړي نو له دې کبله د ودانیو په جوړولو کې په چینایي خصوصیاتو ټینګار شوی.

د ګلوبل ټایمز په خبره، د چین په دریمه او څلورمه درجه ښارونو کې په خراب کیفیت بهرنیو ودانیو ته ورته تعمیرونه جوړ شوي دي.

اوس مهال په چین کې د انګلیسي ښارونو له موډلونو نیولې د الپین تر کلیو او تر ایفل برج پورې ورته ودانۍ تر سترګو کیږي، خو اوس د چین حکومت د ځایي ډیزاین د هڅولو لپاره پر بهر نیو ډیزاینونو او نقشو بندیز لګولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: