دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ښایي افغان ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي

ښایي افغان ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د ټاکنو دویم پړاو ته په احتیاطي تیاریو بوخت دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیال توبي لینزر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي ددې احتمال شته چې د شکایاتو تر څېړلو وروسته په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند هم ګټونکی نه شي. دده په خبره له همدې امله ملګري ملتونه د ټاکنو ددویم پړاو لپاره په احتیاطي تیاریو کار روان کړی دی. هغه وايي که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شې ملګري ملتونه په پوره توان هڅه کوي دغه ټاکنې ژر تر ژره ترسره شي او له کمیسیون سره په خپلو ټولو امکاناتو مرسته کوي. کوبیا ویلي د ټاکنو د پایلو په اړه وړاندوینه نه کوي او ټول اړخونه دې اجازه ورکړي چې د شکایاتو کمیسیون خپلې چارې سر ته ورسوي. تر دې وړاندې ګڼو سیاسیونو او څارونکو بنسټونو هم ویلي چې ښایي ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: