دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل:کورنیو چارو وزارت د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې په موټرسایکل بندېز ولګاوه

کابل:کورنیو چارو وزارت د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې په موټرسایکل بندېز ولګاوه

کابل: کورنیو چارو وزارت پنځمې امنیتي حوزې اړوند اوسېدونکو د موټرسایکل د نه کوځولو خبرداری ورکړی

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وایی د دوی د څېړنو له مخې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ډېری ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترسره کېږي.

پر دې بنسټ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، څو د کورنیو چارو وزارت لخوا د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وایی هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امر یې سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې قانوني جدي چلند وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې روانه اونۍ د زابل ولایت یو قومي مشر هم په خوشحال خان مینه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ټپی شو او تر هغه مخکې د میدان وردګ پر ښاروالۍ هم په یاده سیمه کې برید شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: