جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل: سلام مخابراتې شبکې ته وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی

کابل: سلام مخابراتې شبکې ته وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی

وسله والو طالبانو یو ځل بیا ویلي چې د سلام مخابراتي شبکې تاسیسات، کارکوونکي، دفاتر او وسایل ددوی نظامي هدف دي. ددغه ډلې لوري په رسنیو کې په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې دوی به ددغه شبکې له کارکوونکو او تاسیساتو سره د استخباراتي ادارې د تاسیساتو په څېر چلند کوي او د بریدونو هدف به یې وي. طالبانو له عامو افغانانو هم غوښتي چې د سلام مخابراتي شبکې سیم کارت دې نه کاروي. تر دې وړاندې هم طالبانو ویلي وو چې دغه شبکه د افغانستان له استخباراتي ادارې سره همکاري کوي نو ځکه یې د بریدونو هدف ده. بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالبانو پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی او په خبره یې طالبان له هر هغه څه سره دښمني کوي چې هغه په افغانانو پورې اړه لري. دده په وینا طالبان پلونه، ښوونځي، کلینیکونه او هغه مخابراتي شبکې په نښه کوي چې د افغانانو خپل ملکیت دی. هغه ویلي که طالبان دلته سوله ییز ژوند غواړي نو د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې دې نفرت او کرکه پرېږدي.

يوه تبصره

  1. Ncert Exemplar Animal Kingdom Alice’S Adventures In Wonderland Yohan Ladder

    Here is my site … bog

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: