شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل: له دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو بیې ورځ په ورځ لوړېږي

کابل: له دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو بیې ورځ په ورځ لوړېږي

له شا او خوا دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو بیې ورځ په ورځ لوړېږي. د کابل ښار د خوراکي توکو دکانداران د بیو لوړول مني، خو وايي دغه مواد له لویو مارکېټونو او عمده پلورونکو څخه په لوړه بیه پېري او په لوړه بیه ‌یې پلوري. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد له شمالي هېوادونو سره بندرونه خلاص دي او واردوونکي هڅه کوي چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کموالی را منځته نه ‌شي. د سوداګرۍ وزارت وايي، اوس د تورخم له بندره پرته، د افغانستان ټول بندرونه د افغان واردوونکو پر مخ خلاص دي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په ‌کې د صادروونکو هېوادونو له‌خوا یو لړ محدودیتونه رامنځته شوي او دغه محدودیتونه د بندرونو د بندېدو په معنی نه‌ دي. حکومت د خوراکي موادو پلورونکو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو له اندېښنو دې ناوړه ګټه نه‌ اخلي او له احتکار څخه دې په جدي توګه ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: