دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د غلو پر ضد عملیات پیل شوي دي

کابل کې د غلو پر ضد عملیات پیل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې له تېرې شپې راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې دغه عملیات پيل شوي چې له امله یې ګڼ مجرمین نیول شوي دي. دده په خبره په نیول شوو کسانو کې د مبایلونو او موټرونو غله شامل دي. کورنیو چارو وزارت وروسته تر هغه په دې اقدام لاس پورې کړی چې د امنیتي وضعیت په اړه د ښاریانو غږ پورته شو. په ټولنیزو رسنیو کې خلکو پر حکومت نیوکې وکړې چې د کابل ښار امنیت نه شي تامینولی او غله تر پولیسو پیاوړي شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته په تمه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: