د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاونه نن سې شنبه سهار ډسمبر ۲۲(مرغومې دوهمه) ديادې ناحیې په «دوغ اباد» سيمه کې د څرخي پله زندان اړوند ډاکترانو پر کورلا ډوله موټر شوې ده٠
امنیتي چارواکي وايي، په وژل شوو کسانو کې څلور تنه د زندانونو ادارې ډاکټران دي، چې درې يې ميرمنې او يو يې نارينه دی.
پر همدې مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي هم امریکا غږ ته وویل چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د نننۍ ماین چاودنې له ځایه پنځه مړي او درې ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.
پرون دوشنبه هم د کابل ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شوي و.
د تیرې یکشنبې په ورځ بیا د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۱۰ ولسي وګړي ووژل شول او ۵۲ تنه نور تنه ټپیان شول.
تیره اونۍ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه سکرټر هم په کابل ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.خو مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.