دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې پرلپسې درې چاودنې شوي چې پکې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل کې پرلپسې درې چاودنې شوي چې پکې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

امنیتي مسؤلین وايي، د کابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن شنبه ډسمبر۲۶(مرغومې۶) سهار څه باندې ۹ بجې د یادې امنیتي حوزې اړوند«چهار راه شهید» سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر شوې ده.
دا نن شنبه د څه کم دوو ساعتونو په توپیر په کابل ښار کې دریمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.
لومړۍ چاودنه نن سهار ۷ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «حضوري چمن» سیمه کې رامنځته شوه چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لري.
تر هغه وروسته بله چاودنه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «فیض محمد کاتب» څلور لارې کې پر رنجر موټر شوې ده.
د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې په یاده چاودنه کې بیا دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې د چاودنې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
بلخوا نا تائید شوي راپورونه وايي چې د کابل په «ده سبز» سیمه کې هم نن سهار چاودنه شوې ده، خو امنیتي مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي بیا رسنيو ته وویل چې له نننیو چاودنو څلور مړي او څلور ټپیان د روغتیا وزارت اړوند روغتونونو ته انتقال شوی دي.
تر دا مهاله په کابل ښار کې د نننو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په کابل کې یادې چاودنې پر داسې مهال کیږي چې په دغه ښار کې د هدفي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.
د تیرې سې شنبې په ورځ بیا د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د افغانستان د محابسو ادارې دوه تنه ډاکتران د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د دې ترڅنګ په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې پنځه تنه افغان خبریالان هم په ډزو او ماین چاودنو کې وژل شوي چې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي وړمه شپه پر خپل ټویټر لیکلي و چې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي.

يوه تبصره

  1. I have been surfing on-line greater than three hours as of late, yet I by no means discovered any attention-grabbing article like yours. It¦s lovely worth enough for me. In my view, if all website owners and bloggers made just right content material as you did, the web might be a lot more helpful than ever before.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: