یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرنې وزارت: د افغانستان د انګورو حاصلات نهه لکه ۸۰ زره ټنو ته رسېدلي

کرنې وزارت: د افغانستان د انګورو حاصلات نهه لکه ۸۰ زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي په کلني ډول افغانستان له دې درکه ۱۸۸ میلیونه ډالره عاید کوي.

نوموړي وویل چې تېر لمریز کال کې د انګورو د حاصلاتو کچه ۸۷۰ زره مټریک ټنو ته رسېده کومه چې سږ کال لکه او اتیا زره ټنو ته رسېږي.

هرات، پروان، کندهار، کابل، غزني، کاپیسا، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې په‌کې د انګورو حاصلات زیات شوي.

د یادولو ده چې د دې تولید راټولولو و بسته‌ بندۍ زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: