چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرونا سره د مبارزې کمېټه: ښوونځي به د زمري تر ۱۵مې همداسې بند پاتې شي

کرونا سره د مبارزې کمېټه: ښوونځي به د زمري تر ۱۵مې همداسې بند پاتې شي

په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې دولتي او خصوصي ښوونځي د زمري یا اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې همداسې بند پاته شي.


د پوهنې وزارت وايي، له دې نېټې وروسته د ښوونځیو پرانیسته په دې پورې تړلې چې د هېواد عمومي روغتیایي وضعیت څنګه ارزول کېږي.


عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د وضعیت په اړه یوه سروې پيل کړې چې پایلې به‌یې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان شي.


پوهنې وزارت که څه هم زده‌کوونکو ته د ټلوېزیون، راډیو او انلاین لارو د مجازي زده‌کړو لړۍ مخته وړي، خو ډېر زده‌کوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ترې بې‌برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: