یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / بين المللي / کرونا ویروس اروپایي ټولنه اندېښمنه کړې ده

کرونا ویروس اروپایي ټولنه اندېښمنه کړې ده

له هغه وروسته چې په اېټالیا کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو پېښه ثبت شوه اروپایي ټولنه په دې لټه کې ده چې څه ډول کولای شي په اېټالیا او نورو اروپایي هېوادونو کې ددې ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. د فرانسې د روغتیا وزیر ویلي، چې په فرانسه کې تر اوسه له دې ویروس سره نه دي مخ شوي، خو په اېټالیا کې یې ګواښ رامنځ ته کړی دی. اولیور وران ویلي، چې په روانه اونۍ کې به د څو اروپایي هېوادونو له روغتیا وزیرانو سره کېني او ددې ویروس د مخنیوي په لارو چارو به خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د اقتصادي چارو کمیشنر پائولو جنتییلوني په دې برخه کې د هر ډول مالي امکاناتو ډاډ ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: