سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / کرونا ویروس امریکا کې په ډېرې چټکۍ د پراختیا په حال کې دی

کرونا ویروس امریکا کې په ډېرې چټکۍ د پراختیا په حال کې دی

کرونا ویروس امریکا کې په ډېرې چټکۍ د پراختیا په حال کې دی. په دغه هېواد کې د کرونا ناروغي چټکې خپرېدو ته په پام د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې ښایي له اروپا وروسته امریکا د دغې ناوړه ناروغي پر مرکز بدل شي. که څه هم روغتیایي څېړونکي دا خبره تر وخت مخکې بولي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه لري چې ژر به د کرونا ویروس مخنیوي لپاره اړین او کوټلي اقدامات وکړي. ټرمپ زیاته کړې چې غواړي په څو اوونیو کې دننه بېرته خلک خپلو دندو ته ستانه شي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د کرونا ویروس د سرچینو مرکز وایي، ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 425,493 ته رسېدلی، 18,946 مړه شوي او 108,727 نور بیا تر درملنې وروسته بېرته رغېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: