دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرونا ویروس: د ننګرهار والي ولایت ته د خلکو په ورتګ بندېز ولګاوه

کرونا ویروس: د ننګرهار والي ولایت ته د خلکو په ورتګ بندېز ولګاوه

د ننګرهار والي د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ولایت ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

شاه محمود میاخېل وایي له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه دې هېڅوک بې له زښت ضرورته ننګرهار ته نه ورځي.
د ده په خبره، د اپرېل پر څلورمه هم په ولایت کې د کورونا وایرس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
میاخېل نوي اقدامات پر داسې مهال اعلان کړي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۹ ته رسېدلی دی.
له نننیو ارقامو سره سم، په هغه هېواد کې شپږ کسان ناروغۍ وژلي او ۱۰ جوړ شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: