دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: نامالومه وسلوالو د ۱۳مې امنیتي حوزې یوه جنایي کارمنده وژلې

کندهار: نامالومه وسلوالو د ۱۳مې امنیتي حوزې یوه جنایي کارمنده وژلې

امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه نن دوشنبه سهار ۱۰ بجې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې ته نژدې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وایي چې وژل شوې پوليسې د ښار په ۱۳ امنیتي حوزه کې دنده لرله.

دی زیاتوي چې بریدګر تښتېدلی، خو وايي چې پوليسو د نیولو په هدف پلټونکي عملیات پيل کړي دي.

بارکزي وایي:”یوه ښځینه پوليسه چې د ښار د ۱۳ حوزې جنايي کارمنده وه یو ساعت مخکې په وسله وال غلچکي برید کې وژل شوې، زموږ څېړنې د پېښې د بشپړه څرنګوالي لپاره دوام لري او وروسته په معلومه شي چي پېښه جنايي وه او که سیاسي.”

په کندهار کې زیاتره وختونه ښځینه پوليسې تر غلچکي بریدونو لاندې راځي چې په تیرو دو میاشتو کې ټولټال پنځه ښځينه پوليسې په کندهار ښار کې په یادو بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندهار پوليس وايي چې اکثره دغه ډول پېښې جنايي اړخ لري او د څو پېښو عاملین چي نیول شوي د ښځینه پوليسو د کورنیو غړي ثابت شوي.

په کندهار کې دا مهال تر سل تنه زیات ښځینه پوليسي دندې مخته وړي چي تر ډيره د جنايي پلټنو او یاهم د کورونو د تلاشۍ مسئولیت لري.

تر اوسه چا د دي وژنې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: