پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندوز: د طالبانو په برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۳ سرتېرې وژل شوي

کندوز: د طالبانو په برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۳ سرتېرې وژل شوي

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په شینوارو او قزاق کوڅه سیمه کې د افغان پوځ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. په دې پېښه کې نهه افغان پولیس او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. په پېښه کې همدا راز لس د افغان پوځ سرتېري او شپږ کسه ملي او محلي پولیس ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی او تر درې ساعته جګړې وروسته طالبان له سیمې په شا شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: