د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په شینوارو او قزاق کوڅه سیمه کې د افغان پوځ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. په دې پېښه کې نهه افغان پولیس او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. په پېښه کې همدا راز لس د افغان پوځ سرتېري او شپږ کسه ملي او محلي پولیس ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی او تر درې ساعته جګړې وروسته طالبان له سیمې په شا شوي دي.
