یوه امنیتي سرچینه وايي، تېره شپه ناوخته د کندهار د میوند ولسوالۍ “سره بغل” سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کړی.
د سرچینې په خبره، برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د سرچینې په خبره، برید د مازدا موټر په وسطه شوی، چې له وړاندې د پولیسو له لورې پيژندل شوی او اصل هدف ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
دوې ورځې وړاندې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند جوی لاهور سيمه کې هم د پولیسو پر یوه پوسته د مازدا موټر په واسطه برید شوی و، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان شوي وو.