شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کورنیو چارو وزارت: کابل کې ۱۲ کسان د ماینونو ایښودلو په تور نیول شوي

کورنیو چارو وزارت: کابل کې ۱۲ کسان د ماینونو ایښودلو په تور نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن دوشنبه په یوه ویډیویې پیغام کې رسنیو ته په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو د ۱۲ مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.

هغه زیاتوي: “۱۲ تنه په کابل کې د ماینونو د ایښودلو په تړاو نیول شوي چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې ونیول شول او افغان کشفي ځواکونه لا هم د هغوی شبکې تعقیبوي، په همدې حال کې د سړک غاړي څلور ماینونه خنثی شوي، څلویښت لاسي بمونه، دوه ځان وژونکي له انتحاري واسکټونو سره ترلاسه شوي دي.”

ښاغلي آرین دا ونه ویل چې دا کسان یې په کومو سیمو کې نیولي دي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر شمالي سیمو کې یې د مشکوکو کسانو لخوا د ماینونو چاودنې ډېرې شوي چې وروستۍ بیلګه یې نن دوشنبه د کابل په اولسمه ناحیه کې وه چې څلور پرله پسې د ماین چاودنې په کې وشوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وویل په دې پېښو کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: