دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ کې ۱۲۰۰ داعش وسله وال وجود لري

کونړ کې ۱۲۰۰ داعش وسله وال وجود لري

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، ددغه ولایت په څو ولسوالیو کې تر ۱۲۰۰ پورې داعش وسله وال فعالیت کوي. دده په خبره ددغه کسانو په ډله کې، عربان، پنجابیان، بنګلدیشیان، د منځنۍ اسیا اوسېدونکي او ان ایرانیان هم شامل دي. میرزکوال وايي، د نارنګ، نورګل، څوکۍ او چپه دره کې ددغه ډلې وسله وال فعالیت کوي. د کونړ ولایت ځایي امنیتي چارواکي هم وایي، چې په تېرو ورځو کې یې دداعش وسله والو ځینې غړي نیولي دي او دوی ډېری د ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان تبعه دي. په کونړ کې داسې مهال دداعش وسله والو د فعالیت راپورونه خپرېږي چې په ننګرهار کې ددغه ډلې د ماتې راپورونه خپاره شوي خو داسې اندېښنې شته چې ښايي په نورستان او کونړ کې دغه ډله فعالیتونه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: