یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / کوهاټ: د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ په اخ وډب کې ۱۳ کسان ژوبل شوي

کوهاټ: د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ په اخ وډب کې ۱۳ کسان ژوبل شوي

په کوهاټ کې د سېپټمبر پر ۱۸مه د پولیسو او د اهل سنت والجماعت د پلویانو ترمنځ د تاو تریخوالي په نتیجه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي.
تاوتریخوالی د جمعې له مانځه څخه وروسته هغه مهال رامنځ ته شو چې مظاهره کوونکو د پېښور څلور لارې تحصیل ګیټ لوري ته یون پیل کړ او پولیسو یې مخه ونیوله.

پوليسو د مظاهرچيانو تمبولو لپاره اوښکي بهونکی ګېس وکارولو او هوايي ډزې يې هم وکړې د ډزو پر ترڅ کې مظاهرچيانو پوليس په کاڼو وويشتل چې له کبله یې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ غړی او د ساينس او انفارميشن ټېکنالوجي لپاره د اعلا وزير سلاکار ضياالله بنګش بېد سېپټمبر د ۱۸مې نېټې ناوخته وويل ” په سيمه کې د شيعه او سني مسلکونو تر منځه تاوتريخوالی ختمولو لپاره يوه ورځ وړاندې جرګه شوې وه د هغې باوجود ياده مظاهره چا او ولې وکړه؟ بايد چې دا خبره معلومه شي.”

کله چې د انتظامیې له اړخه د پورته کړل شويو ګامونو او په موجوده حالاتو کې د انتظامیې د دريځ معلومولو لپاره ايډيشنل ډېپټي کمېشنر بشير احمد څخه وپوښتل شول نو هغه وويل چې په بازار کې د کسانو ويشتل او يا جومات مخې ته او په بازار کې ډزې کول يو مجرمانه فعل دی او ډېر ژر به یې مجرمان ونيول شي.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سپرو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج هم وکړ او پېښې پسې سمدستي کميټۍ چوک کې جومات مخې ته نامعلومه وسله والو ډزې هم وکړې چې په ترڅ کې يې دوکاندارانو دوکانونه وتړل او کميټۍ چوک کې يې احتجاج پېل کړ.

خو له دواړو پېښو وروسته په سيمه کې تاو تريخوالی پيدا شو او اهلسنت والجماعت ډلې د جمعې په ورځ د “ناموس صحابه” لاريون اعلان وکړ خو د کمېشنر سيد عبدالجبار شاه په مشرۍ کې د دواړو مسلکونو مشرانو جرګه وشوه او اهلسنت والجماعت ياد لاريون وځنډولو او پرېکړه وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه به د دواړو مسلکونو مشرانو يوه بله جرګه کېږي خو بيا هم ځينو کسانو په پېښور چوک کې جمعې په ورځ احتجاجي مظاهره کړي.

108 تبصرې

  1. If you are going for most excellent contents like myself, only visit this web page every day since it presents quality contents, thankshttps://reviewsinfo.tumblr.com/

  2. In the event you loved this short article and you would want to receive much more information relating to slim over
    55 review please visit the web site.
    PDF Ebook Download! Slim Over 55 Program, by
    Aline Pilani. https://www.plurk.com/p/nti6vy

  3. [url=http://brandkamagra.com/]where to buy kamagra oral jelly in usa[/url]

  4. [url=https://blackviagra.com/]original viagra[/url]

  5. [url=http://kamagraotc.com/]kamagra gold 100mg[/url]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: