سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / بين المللي / کیلوګ: د افغانستان له پاره د ټرمپ او بایډن تګلاره یو شان ده

کیلوګ: د افغانستان له پاره د ټرمپ او بایډن تګلاره یو شان ده

متقاعد امریکایي جنرال کیټ کیلوګ وایي، اوس په امریکا کې د افغانستان په نامه کمپایني شعارونه ډېر کم دي او دا د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد نور د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی او د نظامیانو په ګډون ټول امریکایان د افغانستان له اوږدې جګړې ستړي شوي دي. نوموړي زیاته کړې، ټول امریکایان په دې پوهېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه بې ګټې ده او په هر صورت باید پای ته ورسېږي. د نوموړي په خبره، اوس چې امریکا خپله تر پوزې په ستونزو کې ډوبه ده نو کمپاینونه هم د توکمپالنې، اقتصادي او کورني سیاسي ثبات موضوعاتو ګرم کړي دي. کیلوګ زیاته کړې، د افغانستان په اړه د ټرمپ او بایډن پالیسي یو شان ده ځکه د هغه په وینا که له دوی دواړو یو یې هم په افغانستان کې د نویو پالیسیو خبره کوي نو ښکاره ده چې غواړي په دغه هېواد کې خپل سرتېري وساتي چې د ده په باور دا هیڅ امریکایي ته د منلو نه ده او هیڅ نوماند په دې ډول څرګندونو او تګلارو رایې نه شي خپلولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: