د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یوه بیان کې وايي، په برید کې لسګونه ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:”
دی زیاتوي چې دې عملیاتې قطعې د پکتیا خوست، پکتیا لوګر او د پکتیا غزني په لولارو د مجاهدینو او خلکو په وړاندې عملیات کول، نوې پوستې يې افرازولې، د دښمن د نظامي قطارونو په نقل کې يې مرسته کوله او د مجاهدینو په ضد يې وخت په وخت وحشت ترسره کاوه. “
چارواکي وای د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیا په مرکز ګردېز کې نن سهار دغه ولایت کې د عامه ملکیتونو او زېربنايي پروژو د ساتنې ځواکونو پر کنډک موټر بم او بیا وسلوال برید وشو.
د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، سهار ځايي وخت پنځه نیمې بجې د عامه ملکیتونو او زېربنايي پروژو د ساتنې ځواکونو پر کنډک موټر بم برید وکړ او بیا ځانمرګي ودانۍ ته ننوتل:
دوه ځانمرګي زموږ د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او د عامه ملکیتونو د ساتنې درې پولیس مړه او پنځه برسېرن ټپیان دي.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوی دي.وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلو سره ویلي چې دا برید یې د عملیاتي قطعې په مرکز کړی دی.
نوموړی وايي، برید یې کنټرول کړی او حالت نورمال دی، خو وسلوال طالبان وايي، برید لاهم روان دی.
