پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ګرېنډي: په لویه کچه د افغان کډوالو ستنېدل ګډوډۍ ډېروې

ګرېنډي: په لویه کچه د افغان کډوالو ستنېدل ګډوډۍ ډېروې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګرېنډي په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، د افغانستان وضعیت لا دې ته اماده نه دی چې ټول کډوال دې ومنلی شي ځکه چې په خبره یې، په دې هېواد کې لا هم وضعیت ارام نه دی. د هغه په وینا، که په لویه کچه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي نو په سیمه کې به ګډوډۍ لا ډېرې شي چې دا د هیچا په ګټه هم نه ده. هغه زیاته کړې، افغانستان کې د کار زمینه ډېر لږ ده او په پراخه کچه د کډوالو ورستنېدل به بیلابیلو جرمونو ته زمینه برابره کړي چې دا چاره د سیمې ارامښت ته هم زیان اړولی شي. هغه زیاته کړې، په پاکستان کې د اوږدې مودې میشتو کډوالو ته به سخته وي چې یو په یو خپله وطن ته ستانه شي او په وینا یې دا د پاکستان په ګټه هم ده چې دا چاره په ترتیب ترسره شي. نن په پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کاله پوره شوي، یاد هېواد په همدې موخه غونډه جوړې کړې او د کډوالو د نړیوالو بنسټونو په ګډون یې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم یادې ناستې ته بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: