چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / یمن کې هوایي بریدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې

یمن کې هوایي بریدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې

له یمن څخه د وروستیو راپورونو له مخې د یاد هېواد په الجوف ولایت کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف هوایي بریدونه کړي دي او ۴۲ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یمن کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دې بریدونو کې ۳۱ ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. الجوف د حوثي یاغیانو په واک کې دی او د سعودي په مشرۍ ایتلاف هڅه کوي دا سیمه ترې ونیسي. په ورته وخت کې رویټرز اژانس ویلي، په وژل شويو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. سعودي بیا ویلي، دوی دا بریدونه د خپلې یوې جیټ الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې کړي دي. سعودي چارواکي وایي، بریدونه یې په حوثیانو کړي دي خو زیاتوي چې ښایي یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي وي.

يوه تبصره

  1. Muchas gracias. ?Como puedo iniciar sesion?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: