چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / یو شمېر لویدیزو هېوادونو د طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی

یو شمېر لویدیزو هېوادونو د طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی

رویټرز خبري اژانس وايي، چې یو شمېر لویدیزو هېوادونو د خطرناکو طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی او دې برخه کې یې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کړی دی. رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې لویدیز قدرتونه په افغانستان کې په سترو چاودنو کې د تورنو طالب بندیانو ازادولو سره مخالف دي او دې برخه کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي. ویل کیږي چې دې کار بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې د جون په وروستیو کې په قطر کې ترسره شي د ځنډېدو له خطر سره مخ کړې دي. افغان چارواکو او لویدیزو دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو مسله د دواړو لورو تر منځ داسې لوی خنډ دی چې، که حل شي نو په ډېر احتمال سره به په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: