چهارشنبه , جنوري 27 2021

عمران خان: د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر غني سره په تلیفوني مکالمه کې په سیمه کې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي. دواړو لورو د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر اړیکو او دغه راز د سولې په تړاو هم بحثونه کړي دي. عمران خان ویلي چې پاکستان تل د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کړې ده او لا به هم خپلې بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي. عمران خان او ولسمشر غني داسې مهال تلیفوني خبرې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. افغان حکومت دا نه دي ویلي چې پر دې مسئله او د پاکستان پر نورو سرغړونو له پاکستاني لوري سره خبرې شوې دي کنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: