په وروستیو کې د پاکستان له لوري افغان غاړې ته د ډېورنډ فرضیې کرښې څېرمه ولسوالیو یو شمېر مشران او نفوذي خلک غوښتل شوي او هلته ورسره بېلابېلې ژمنې شوي.
زما د کره مالوماتو له مخې د پاکستان دولت له لوري په پټه غوښتل شويو دغو مشرانو سره د سکالرشېپونو (بورسونه) د پاکستان د دایمي هویت، نغدي پیسو د ورکړې او یو شمېر نورې ژمنې شوي، چې له دې چارې د پاکستان موخه په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ښودل او که کله هم د قبایلي سیمو په تړاو ټولپوښتنه کېږي؛ نو د افغانستان د قبایلي سیمو خلک به د پاکستان په تړاو مثبت نظر ورکوي.
دا چاره په دې حساسو شرایطو کې خورا خطرناکې او له زیانونو ډکې پایلې لري.
زه د ننګرهار د ولسونو په استازولۍ د ډېورنډ فرضیې کرښې په اوږدو کې افغان غاړې ته د پاکستان دغه ډول پټې هڅې د افغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه بولم او له افغان دولت غوښتنه کوم، چې د پاکستان ددغې شومې موخې مخنیوي لپاره کارنده ګامونه واخلي او کشفي او استخباراتي مسوولینو ته دنده وسپاري؛ ترڅو د پاکستان په بلنه پټ تللي هغه مشران، چې د افغانستان دي تر پوښتنو لاندې ونیسي. احمد علي “حضرت” د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس
Please let me know if you’re looking for a writer for your site. You have some really great posts and I feel I would be a good asset. If you ever want to take some of the load off, I’d really like to write some material for your blog in exchange for a link back to mine. Please send me an email if interested. Thanks!
When I originally commented I clicked the -Notify me when new comments are added- checkbox and now each time a comment is added I get four emails with the same comment. Is there any way you can remove me from that service? Thanks!