شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / بين المللي / اردن د شاهي کورنۍ پر خبري پوښښ بندیز ولګاوه

اردن د شاهي کورنۍ پر خبري پوښښ بندیز ولګاوه

اردن کې د هغې توطئې پر خبري پوښښ بندیز لګول شوی، چې ویل کېږي، په ناندریزه توګه مخکینی ولیهد حمزه بن حسین پکې لاس درلود.

د اردن لوی څارنوال په وینا بندیز تر خواله رسنیو پورې غځول شوی دی. د تېرې اونۍ پای کې حکومت پر ۴۱ شاه زاده حمزه تور پورې کړ چې د مملکت پر ضد یې توطئه چمتو کړې.

د اردن دولتي رسنیو د لوی څارنوال حسن الابدلات له لوري یوه اعلامیه خپره کړه، چې وايي بندیز د خواله رسنیو په ګډون د ټولو رسنیو لپاره دی او دې څېړنې اړوند ټول تصویرونه او ویډیويي کلیپونه هم پکې راځي.

اوس د شاه زاده د ازادۍ په هکله د ده او پوځي مشر تر منځ د لفظي شخړې په هکله هم جزیات خپاره شوي.

شاه زاده حمزه د توطئې تورونه رد کړي، خو په ظاهره یې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هغه لیک لاسلیک کړی، چې له پاچا عبدالله سره یې په کې وفاداري څرګنده کړې.

په هغه لیک کې چې له شاهي ماڼۍ خپور شوی، د شاه زاده حمزه له قوله ویل شوي:

”زه خپل ځان د اعلیحضرت پاچا لاس ته سپارم… زه به د اردن هاشمي شاهي اساسي قانون ته ژمن پاتې شم. ”

دغه لیک د چارواکو په وینا د پاچا تربور شاه زاده له منځګړیتوب وروسته رامنځته شوی دی.

پاچا عبدالله او ملکه رانیا د شاه زاده حمزه او د هغه لومړنۍ مېرمن شاه زادۍ نور د واده مراسمو کې د شاه زاده حمزه مور ملکه نور سره یو ځای لیدل کېږي.

د تېرې اونۍ په پای کې رسنیو ته له یوه ویډیويي کلیپ استولو وروسته خپله شاه زاده په عام محضر کې څه نه دي ویلي.

که څه هم په شاهي کورنۍ کې دننه د اختلاف رپوټونه له څه مودې راهیسې ورکول کېدل، خو د پاچا عبدالله او شاه زاده حمزه تر منځ داسې برالا تاوتریخوالی په تېر کې بې ساري دی.

بل لور ته په ورته مهال ګاونډي هېواد او سیمه ییز قوت سعودي عرب له اردن حکومت سره خپل ملاتړ تکرار کړی دی.

د اردن بهرنیو چارو وزرات په وینا د دوشنبې پر ورځ د اردن پلازمېنې عمانه ته رسېدلی او له خپل سیال ایمن صفدي سره یې لیدلي دي.


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *