شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې د ترکیې رول مهم بللی.

افغانستان د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې د ترکیې رول مهم بللی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کې د ترکیې رول مهم بللی دی.
محمد حنیف اتمر د مارچ پر لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو د ۱۰۰ کلونو د پوره کېدو په مناسبت ويلي.

“د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه او د بیارغونې په برخه کې ترکیې ډېر ارزښتناک رول لوبولی دی. د قاطع ملاتړ ماموریت په فعالیتونو کې د ترکیې فعال او جوت ګډون، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.”

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغانستان او ترکیې د اړیکو د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت د افغانستان په سوله کې د ترکیې رول مهم بللی دی.

عبدالله د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، ترکیې د یوې عادلانه او پایداره سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی او ترکي چارواکو په دې برخه کې د اسانتیا پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان حکومت وخت ناوخت د افغان سولې بهیر د بریا لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه بللې ده.

د افغانستان په سوله کې د ترکیې نقش په داسې حال کې مهم بلل شوی چې د افغان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد د مارچ پر لومړۍ نېټه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د عمر زاخېلوال تر څنګ له نورو سیاستوالو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره یکشنبه ویلي چې زلمی خلیلزاد او ورسره ملګرې ډله به دې سفر کې د افغانستان د حکومت له مشرانو، طالبانو او په سیمه کې د ځینو هغو هېوادونو له رهبرانو سره چې ګټې یې په افغانستان کې په یوې عادلانه سیاسي هوکړه او اوربند پورې تړلي، خبرې وکړي.

خلیلزاد به قطر ته هم ځي چې د حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي په کې د سېپټمبر له ۱۲مې په مذاکرو بوخت دي.

که څه هم د مذاکرو دوهم پړاو د جنورۍ له لومړیو پیل شوی، خو دا پړاو د مخکني هغه پر تله په ځنډ او خنډ مخ ته ځي.

له کله چې جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه خپل دنده پیل کړې، دا افغانستان او نورو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې پر موافقه بیاکتنه کوي، دا بیاکتنه به دا جوتوي چې امریکا به له طالبانو سره شوې موافقه برحاله ساتي که څنګه؟

3 تبصرې

  1. We’re a group of volunteers and opening a new
    scheme in our community. Your web site offered
    us with valuable information to work on. You have done an impressive job and our whole community will be
    thankful to you.

  2. Hi to all, the contents existing at this website are
    in fact awesome for people experience, well, keep up the good work fellows.

  3. I discovered your blog site on google and check a few of your early posts. Continue to keep up the very good operate. I just additional up your RSS feed to my MSN News Reader. Seeking forward to reading more from you later on!…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *