شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د ښځینه پولیسو په شمېره کې نورې شپږ زره ښځینه پولیسې زیاتوي.

افغانستان د ښځینه پولیسو په شمېره کې نورې شپږ زره ښځینه پولیسې زیاتوي.


افغانستان د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړوي

د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ دا وخت له ۱۲۰ زرو ډېر پولیس د امنیت او قانون ټینګښت په موخه په دندو بوخت دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت تر راتلونکو څلورو کلونو لسو زرو ته د ښځینه پولیسو د شمېرو لوړولو اعلان کړی.

وزارت ویلي دا مهال ۴۰۰۰ ښځینه پولیسې د پولیسو په لیکو کې په کار بوختې دي چې د ټولو پولیسو درې سلنه جوړوي.

داسې ښکاري چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو ونډې ډېرېدو ته د یوه داسې لومړیتوب په سترګه ګوري چې له بیا بیا هڅو سره هم نه دي ور رسېدلي .


د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ولس ته د دولت حساب ورکولو په یوه پروګرام کې وویل چې د مېرمنو اړتیاوو ته د رسیدو په موخه چې د هغه په وینا د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي ډېرو ښځینه پولیسو ته اړتیا ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزیر مسعود اندارابي ویلي د ښځینه پولیسو شمېر لوړوالي ترڅنګ د دوی کاري او ښوونیزو ظرفیتونو لوړول هم د دې پروګرام بله مهمه برخه ده.

دی وایي وزارت یې په پام کې لري چې تر څلورو نورو کلونو د ښځينه پولیسو شمېر له اوسنۍ اندازې دوه نیم برابره ډېر او لس زرو تنو ته ورسوي.

د ښاغلي اندرابي په خبره د دې پروګرام موخه یوازې د ښځینه پولیسو شمېر او کمیت نه بلکې هڅه به دا وي چې د کیفیت او ظرفیت له اړخه هم د اړتیا سره سم ښه ځواک ولري:

“اوس مهال د پولیسو په لیکو کې ۴۰۰۰ ښځينه پولیسې لرو او مونږ د دې پروګرام له مخې په پام کې لرو چې دا شمېر تر لسو زرو ښځینه پولیسو ورسوو. تر ۲۰۲۴ کاله پورې د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو ونډه تر لسو زرو غښتلي کول یوازې شمېره نه ده بلکې موږ دلته د دوی رول ته په کتو د دوی زدکړو، مهارتونو ، ظرفیتونو او وضعیت ته هم ګورو.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۱۲۴ زره کسان د پولیسو په چوکاټ کې په دندو بوخت دي چې له ډلې یې څلور زره هغه مېرمنې دي.

دا اندازه ښځینه پولیسې په هوايي ډګرونو، ځمکنیو پولو او ځينو ادارو کې په پلټنو او ځينې هغه یې په ځانګړو عملیاتو کې په دندو بوختې دي.

د ځینو په باور د نامناسب کاري چاپېریال، په افغان ټولنه کې د ځينو دودونو او دودیز ژوند له کبله ډېرو مېرمنو ته د پولیسو لباس اغوستل او دنده اسانه کار نه دی.

په افغان ټولنه کې د مېرمنو پولیسو پر وړاندې د پرتو ګڼو خنډونو ور ها خوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابې په دې برخه کې ځینې ادارې ستونزې هم مني د هغه په باور پولیس لا هم له خپلې اصلي دندې چې د قانون حاکمیت او له جرمونو سره مبارزه ده لرې او یوه زیاته انرژي یې په جګړو لګېږي.

خو ده په دې غونډه کې وویل چې د رهبرۍ په کچه هڅې ګړندۍ شوي چې پولیس خپلو اصلي دندو ته وګرځي.

2 تبصرې

  1. Thanks to my father who shared with me on the topic of
    this webpage, this weblog is really amazing.

  2. My wife and i ended up being quite contented Edward could complete his web research because of the precious recommendations he had through your web pages. It is now and again perplexing just to choose to be giving out tips and hints that some other people may have been making money from. And we also fully grasp we now have the writer to appreciate for this. The entire explanations you have made, the simple web site navigation, the relationships your site give support to instill – it is all awesome, and it’s really letting our son in addition to us believe that this concept is thrilling, which is unbelievably indispensable. Thank you for the whole thing!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *