اسد اباد: (ټرایبل نیوز) د باوري سرچینو په قول د ننګرهار ولایت پر ګوشتې ولسوالۍ باندې او د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ باندې له تېرو پنځو ورځو راهیسي د پاکستاني پوځ لخوا د توپونو او راکټونو مرمۍ ویشتل کېږي او د ولسي وګړو ځایونه په نښه کېږي چې له امله یې د ولسي وګړو استوګن ځایونو او څارویو ته هم زیان اوښتی او سیمه ایز خلک یادو بریدونو سخت په تشویش کې اچولي دي.
د راپورونو له مخې د پاکستاني پوځ د پرلپسې توغندیو او توپونو ویشتلو څخه وروسته نن افغاني ځواکونو هم بالمثل ځوابي بریدونه شروع کړل او د پاکستاني پوځ پوستې یې په نښه کړې
د سیمه ایزو سرچینو په قول نن دواړو طرفونو ته سلګونه توغندي وویشتل شول چې د پوځیانو په شمول ولسي وګړو ته هم د مال او ځان زیان اوښتی.
څو ورځې وړاندې هم پاکستاني پوځ او افغاني ځواکونو یوبل باندې د توغندیو بریدونه کړي وو خو بېرته یې ډزبندي کړې وه او اوس پاکستاني پوځ د ډزبندۍ د پرېکړې په ماتولو سره یوځل بیا پر افغان خاوره توغندي اورول.
یاده دې وي چې د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه (ننګرهار،کونړ،پکتیکا،خوست او پکتیا) سیمو کې اکثره د دواړو خواو نښتې کېږي چې له امله یې سیمه ایزو خلکو ته هم زیان اوړي او له ستونزو سره مخ دي،تېرو ورځو کې هم د افغاني ځواکونو توغول شوي توغندیو له امله کونړ سره نښلېدلي باجوړ سیمه کې درې تنه وژل شوي وو.
د ورستنیو تاوتریخوالي په اړه دمګړۍ د دواړو خواو امنیتي مسؤلینو رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د سیمه ایزو راپورونو د مخې د دواړو خواو امنیتي ځواکونو ته په تازه نښتو کې د تلفاتو قوي امکانات شته.
exceptional content