یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت د طالبانو ادعا رد کړه

افغان حکومت د طالبانو ادعا رد کړه

افغان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد او بې بنسټه وبلله چې ویلي یې وو، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو دوو اونیو کې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د دولتي ځواکونو په هوایې او ځمکنیو بریدونو کې چې په ۱۹ ولایتونو کې شوي، ۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې دغه راز زیاته کړې چې د دولتي ځواکونو په یادو عملیاتو کې دغه راز دوه جوماتونه، ۱۵ د استوګنې کورونه او ۶۰ دوکانونه هم زیانمن شوي دي. خو د ملي امنیت شورا بیا د طالبانو دغه اعلامیه یوازې یوه بې بنسټه ادعا بولي او وایي، چې د دغه ادعا د ثبوت لپاره هېڅ شواهد نشته. د دغه شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، افغان حکومت تر ډیره د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پام کوي او د ملکي خلکو خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې دی.

2 تبصرې

  1. Hmm is anyone else having problems with the images on this blog loading? I’m trying to determine if its a problem on my end or if it’s the blog. Any suggestions would be greatly appreciated.

  2. Thanks for another excellent article. The place else may just anyone get that kind of info in such a perfect manner of writing? I have a presentation next week, and I am at the search for such information.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *