یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان چارواکي: د لشکر اسلام ډلې مشر حاجي منګل باغ وژل شوی

افغان چارواکي: د لشکر اسلام ډلې مشر حاجي منګل باغ وژل شوی


د ننګرهار والي ضياالحق امرخيل په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د لشکر اسلام ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر منګل باغ له غرمې مخکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو

افغان چارواکي وايي د پاکستانۍ ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې لشکر اسلام مشر منګل باغ افريدي د زيارت، پنجشنبې، په ورځ د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ښخ شوي ماين په چاودنه کې سره د دوو ملګرو وژل شوی دی.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخيل په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د لشکر اسلام ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر منګل باغ له غرمې مخکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو. منګل باغ په ياده سيمه کې په ګڼ شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود”.
ښاغلی امرخيل د زيارت په ورځ په ننګرهار کې په يو هدفي بريد کې روغ وتلی وو او دوه تنه په ياد بريد کې ټپيان شوي وو.
په کابل کې هم افغان چارواکو رسنيو د منګل باغ د وژل کېدو پخلی کړی. د دې نه وړاندې هم افغان ځواکونو د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ځينې پاکستاني وسله وال په نخښه کړي او وژلي دي.
منګل باغ د پخوانۍ خيبر ضلعې په باړه تحصيل کې د لشکر اسلام په نوم تنظيم چې مفتي منير شاکر جوړ کړی و په کال 2004 کې په خپل واک کې واخست او نه يواځې يې د افريدي قبيلې نه ځوانان وغوښتل بلکې په خلکو يې د لشکر اسلام سره د مالي مرستې کول هم په زور ورومنل.
د اوسامه بن لادن په لټولو کې د سي اي ای مبينه مرستندوی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل افريدي چې امريکا يې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر هيرو بولي د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ د لشکر اسلام سره د مالي مرستو په سر 33 کاله قيد کړی او د سزا خلاف د اپيل مقدمه يې اوس د پښتونخوا په عدالتونو کې روانه ده.
منګل باغ افريدي
د ځايي خلکو په وينا د مفتي منير شاکر په ياد کال کې د باړې خيبر ايجنسۍ نه د ويستلو وروسته هم لشکر اسلام ‌‌‌‌‌‌ډله او هم د ‌‌‌‌‌‌ډلې ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو د ناپېژندلي منګل باغ په واک کې راغلل او وايي دا ناشونې ځکه وه چې په ډله کې نور قوي مخکښان د وړاندې نه موجود وو.
مفتي منير شاکر د دې نه وړاندې د کرم ايجنسۍ نه د سني شيعه مسلمانانو تر منځ د مسلکي کرکې په خورولو ويستل شوی و او د خېبر ايجنسۍ نه هم د پير سيف الرحمان سره د ديوبندي او بريولوي مسلکې کرکې په بنياد وويستل شو.
د لشکر اسلام د واک اخستلو نه پس منګل باغ په ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو ويناګانې پيل کړې او په خلکو يې په زور د خپلې تندلاري اسلامي تګلارې د منلو کار په زور وروتپلو.
منګل باغ د خيبر په تيراه سيمه کې د برېلوي مسلک د انصار الاسلام ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشر قاضي محبوب الحق خلاف هم وسله واله جګړه وکړه چې پکې د دواړو خواو نه په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د نورو سره سره منګل باغ د پښتو ‌‌‌‌‌‌ډرامو او سټيج دټوقو ټقالو پېژندلی هنرمند عالمزيب مجاهد چې په جاناني ياديږي هم ګواښلی و چې د خپله کار لاس واخلي اوتبليغ ته لاړ شي. ښاغلی مجاهد نن سبا په امريکا کې سرپناه اخستلې ده.
د باړې د نصرالله افريدي چې په پېښور کې يو فعاله ژورنالېسټ و د بم په چاودنه کې وژل او په پرله پسې دويمه چاودنه کې د ګڼ شمېر نورو ژورنالېسټانو او خلکو د وژلو پړه د منګل باغ د ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه اچول کيږي ځکه ښاغلي افريدي نزدې ملګري جرنلېسټان هغه ته د منګل باغ د نېغ په نېغه د وژلو د دړکې نه خبر کړي وو.
منګل باغ لکه د نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو هغه وخت افغانستان ته واوړېدو کله چې پاکستاني پوځ په پخوانۍ فاټا کې د ترهګرۍ خلاف په بيلا بيلو نومونو پوځي عمليات پيل کړل.
په خيبر کې د “زه درغلم” او “زه بيا درغلم” په نوم عمليات شوي چې ځايي خلک وايي په ولس کې اوس هم ويره پرته ده چې د لشکر اسلام په رنګ ‌‌‌‌‌‌ډلې بيا ولسواکي شروع نه کړي.
منګل باغ تر پرايمرۍ پورې سبق ويلی و او دهغه نزدې پېژندګلو خلک وايي بيا يې د پېښور په ګلبرګ سيمه کې د ګا‌‌‌‌‌‌ډو د وينځلو نه خپله مزدوري شروع کړې وه چې د باړې د بس کلېن‌‌‌‌‌‌ډر لا کلينر شو او اخر يې ‌‌‌‌‌‌ډراېوري زده کړه.
خو د لشکر اسلام او د ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو لاس ته راتلو وروستو په باړه او تر يو حده د پېښور په خوا و شا کې يې خپل عدالت چلولو.
هم دا رنګ نظام د سوات مولانا فضل الله هم چلولو او د اسلام او شریعت په نوم یې سزاګانې ورکولې.

22 تبصرې

  1. no prescription online pharmacy best non prescription online pharmacies canadian pharma companies

  2. canadia online pharmacy canada pharmacies online online pharmacy no prescription needed

  3. generic viagra online wholesale generic viagra canadian pharmacy generic viagra

  4. legitimate canadian mail order pharmacies the canadian pharmacy buy online prescription drugs

  5. Hi my loved one! I wish to say that this article is awesome, nice written and come with approximately all important infos. I¦d like to see extra posts like this .

  6. I don’t know what to think about the ones that are easy to use. After washing, they are all messed up, and all the care is done. It’s useless.

  7. You can certainly see your expertise in the work you write. The world hopes for more passionate writers like you who aren’t afraid to say how they believe. Always go after your heart.

  8. Viagra Oral Jelly prescription pricing canada pharmacies prescription drugs

  9. viagra super force sams viagra viagra online stores

  10. cash for title loans conroe texas rogers mastercard cash advance fast payday loans marianna florida

  11. walmart money card cash advance fee immediate small cash loans cash advance america in powhatan va

  12. what can happen if you don pay back a payday loan chase cash advance offers consolidating payday loans

  13. quel dose de cialis prendre is tadalafil the same as cialis onde comprar generico de cialis

  14. buy female viagra pills in india viagra for women price sildenafil generic price uk

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *