شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امرالله صالح: عليپور باید ونیول شي علي پور مجرم دی

امرالله صالح: عليپور باید ونیول شي علي پور مجرم دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وردګ ولایت کې د وسله والې ډلې مشر عبدالغني علیپور یو مجرم دی او باید ونیول او محاکمه شي.

علیپور د تېر مارچ پر ۱۸ مه د افغان هوايي ځواکونو د چورلکې ویشتلو دعوه وکړه چې پکې څلور پیلوټان او پنځه نور کسان ووژل شول.

وروسته حکومت د نوموړي پرضد د عملیاتو پیلولو خبره وکړه، خو د علیپور درک نه دی مالوم.

امرالله صالح د بي بي سي خبریال نورګل شفق سره مرکه کې وايي، د عملیاتو پیلېدو سره علیپور تښتېدلی:

“علیپور وتښتېد، زه نه پوهېږم چې چېرې دی، خو د حکومت په لېست کې هغه مجرم دی او باید ونیول شي او د ترور، وژنې او نورو جنایتونو له امله محاکمه شي. “

د علیپور ضد عملیات
تندر قول اردو د علیپور د نوي مرکز نیولو بیان سره دا انځورونه هم خپاره کړي دي.

تندر قول اردو د علیپور د نوي مرکز نیولو بیان سره دا انځورونه هم خپاره کړي دي.

افغان ځواکونو د عبدالغني علیپور پرضد د بهسود اوله حصه کې عملیات هم پیل کړي او تندر قول اردو وايي، چې بهسود حصه اول کې یې د علیپور مرکز نیولی دی.

نن ګډو عملیاتو کې د علیپور اړوند د نامسوولو وسلوالو مرکز کشف او ونیول شو.

امرالله صالح وايي، د عبدالغني علیپور پرضد د عملیاتو پرمختګ دا دی چې د بهسود ټول ولس له حکومت سره همکار دی:

“زموږ ځواکونو ته یې غېږ ور کړې ده، هره ورځ غونډې ور سره لرو. هلته د خلکو او ځواکونو ترمنځ کوم واټن نشته د بهسودیانو له خوا ټولنیزه شورا جوړه شوې ده او دا شورا پولیس او اردو سره همکاري کوي. “

د علیپور د نیولو لپاره مظاهره
کابل کې د دوشنبې په ورځ د علیپور ضد مظاهره.

کابل کې د دوشنبې په ورځ د علیپور ضد مظاهره.

تېره دوشنبه- د اپرېل پنځمه- په کابل کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو خلکو د عبدالغني علی پور پرضد لاریون وکړ. مظاهره کوونکو د هغه څه پرضد شعارونه ورکول چې دوی د عبدالغني علي پور او د هغه د وسله والو غیر قانوني کړنې بللې او غوښتنه یې کوله چې نوموړی باید محاکمه شي.

لاریونوالو ګواښ وکړ که حکومت د هغوی غوښتنه ونه مني خپل احتجاج به پراخوي.

د ولسي جرګې یوه غړي د دې لاریون مشري کوله، خو وړاندې تر دې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د عليپور په ملاتړ غږ پورته کړی.

علیپور څوک دی؟
د افغان چارواکو په وینا عليپور نژدې پنځه کاله مخکې وردګ ولایت کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال شو .

وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې هم وسلواله ډله جوړه کړې وه.

غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات وکړل خو د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې د وحدت ګوند مشر او هغه مهال د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات وغندل او دا کار یې د افغانستان امنیت شورا خلاف عمل بللی و.

په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل، عبدالغني علیپور یې ونیو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه مهال په یوه اعلامیه کې وویل کابل کې یې قومندان عبدالغني عليپور ونیو چې وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.

وروسته د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور د انش دفتر پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړ چې د ملي امنیت له خوا نیول شوی “ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور “د ملي امنیت له توقیفه خوشی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *