شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا د احمد شاه بابا پر هوایی ډګر بریدونو ته غبرګون ښودلی

امریکا د احمد شاه بابا پر هوایی ډګر بریدونو ته غبرګون ښودلی

د افغانستان سوېل ته کندهار کې پر احمد شاه بابا هوایي ډګر د طالبانو تر توغندیز برید وروسته د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان دا ډول بریدونه د افغان سولې بهیر لپاره ګواښ بولي.

خو طالبانو له دې مخکې د دوی پر وسلوالو د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه بیا بیا د دوحې تړون خلاف بللي دي.

وسلوالو طالبانو پرون وویل، چې پر لوی احمد شاه بابا هوايي ډګر یې ګڼ توغندي ګوزار کړي دي او “دوښمن ته یې درنه مرګ ژوبله” اړولې ده.

خو د پنټګان ویاند جان کربي وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې توغندي له هوایي ډګر بهر غورځېدلي او مرګ ژوبله او ورانی یې نه دی کړی.

دغه هوایي ډګر ساحه کې د امریکایي ځواکونو پر اډه سربېره د افغان ځواکونو اتل قول اردو او نور مرکزونه هم شته.

له بګرام هوايي ډګر وروسته لوی احمد شاه بابا هوایي ډګر د امریکايانو یوه بله ستره اډه ده.

د پنټګان ویاند هم وايي دا هوايي ډګر امریکايي ځواکونو ته یو مهم هوایي ډګر دی. امریکايي او ناټو روزنې، سلاکارۍ او سوېل کې قوماندې مرستندویه ځواکوونو مهمه سیمه ییزه اډه ده.

پرون ځینې سرچینو رسنيو ته وویلي پر هوايي ډګر د طالبانو برید سره هم مهال امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ارغنداب ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د پنټګان ویاند د دې بریدونو پخلی نه کوي خو وايي، امریکا له خپلو ځواکونو د دفاع حق تل لري، خو زیاتوي ”اوس زموږ تمرکز دلته د ډيپلوماټیک بهیر ملاتړ دی په دې هڅه چې د خبرو له لارې جګړه په تلپاتې سوله بدله شي.”

کندهار کي لوی احمدشاه بابا هوايي ډګر تر بګرام وروسته د امریکا مهمه اډه بلل کېږي.

طالبانو تېره اونۍ خوست کې د ولایتي قواوو پر مرکز هم توغندیز برید وکړ او دې ځواک ته د درانه زیان اړولو ادعا کړې ده.

پخپله د خوست ولایتي قواوو هم پر خپله فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي چې ”طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې په خوست ښار کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه ړانده توغوندي ورتوغولي دي.”

د طالبانو دا بریدونه په داسې مهال دي چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د دوحې تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونو باید د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې له افغانستان ووځي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن او نورو امریکايي چارواکو ویلي، په دغه نېټه د ځواکونو اېستل سخت دي.

مقابل کې طالبان بیا بیا وايي، له ټاکلې نېټې وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل د تړون ماتېدلو مانا لري او پر دوی به له سره بریدونه پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *