جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا: د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید پرمختګونه رامنځ ته شي

امریکا: د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید پرمختګونه رامنځ ته شي

امریکا وایي د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید پرمختګونه رامنځ ته شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په پاکستان کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې وروسته دوحې ته تللی دی. نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي. دده په خبره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او د مذاکراتو په دې پړاو کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي. هغه همدا راز ویلي چې له باجوه سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي. دویم پړاو مذاکرات داسې مهال پیليدونکي دي چې په کور د نننه وضعیت خورا ترینګلی دی او روانو نا امنیو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *