امریکا وايي روسیه په ډسمبر میاشت کې د شوو سایبري بریدونو مسووله ده. د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي ددې احتمال دی چې روسیه به د دسمبر میاشتې د خطرناکو سایبري بریدونو تر شا وي. تر دې وړاندې امریکا دغه تور پر ایران پورې کړی و. په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې پر مهمو دولتي ادارو سایبري بریدونه شوي دي چې لا هم په ځینو اداراتو کې هکرانو بریدونو ته ادامه ورکړې ده او د اطلاعاتو په غلا کولو بوخت دي. امریکایي استخباراتي ادارې وایي دوی ددغه بریدونو د اصلي سرچینې په پیدا کولو بوخت دي، خو لومړني معلومات ښيي چې روسیه ددې بریدونو تر شا ده.
