شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا: له افغانستانه پر ټاکلی نېټه وتل ګران دي

امریکا: له افغانستانه پر ټاکلی نېټه وتل ګران دي

افغانستان کې تر دوه نیم زرو امریکايي ځواکونه شته.

د امریکا متحده ایالتونه یو ځل بیا وايي، د مۍ تر لومړۍ نېټې به له افغانستان د پاتې ځواکونو اېستل له لوجستیک او تخنیکي پلوه ګران وي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وايي، ولسمشر جو بایډن په دې هکله د ملي امنیت ټیم، خپلو سلاکارانو او د امریکا ملګرو سره سلا مشورې کوي:

هغې خبریالانو ته وینا کې زیاته کړه: “هغه څه چې ولسمشر مخکې هم ویلي، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان د پوځیانو بشپړ اېستل له لوجستیک پلوه ستونزمن وي. موږ په دوامداره توګه د ملي امنیت له داخلي، خپلو ملګرو او متحدانو سره په دې هکله مشورې کوو. “

افغانستان کي اوس دوه نیم زره امریکايي پوځیان شته چې د طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې باید د مۍ تر لومړۍ نېټې ووځي.

اوس چې دغې نېټې ته یواځې ۲۴ ورځې پاتې دي، د ولسمشر بایډن د پوځیانو اېستلو یا پاتېدلو په هکله له څرګند ځواب ډډه کوي

د سیاسی چارو کارپوه شېرجان احمدزی وايي، دومره کم وخت کې د امریکايي پوځیانو او قراردادیانو او ناټو ځواکونو اېستل له تخنیکي پلوه ستونزمن او ناشوني دي:

“بله خوا په دې مهمه ده چې دې وتلو سره افغانستان کې څه پېښېږي، ولسمشر بایډن په ښکاره څه نه وايي، چې اندېښنه یې دې ته، خو د نوموړي سلاکاران او پوځیان او ډيپلوماټان ټول دا اندېښنه لري چې له امریکا وتلو رووسته افغانستان کې کومه تشه پېښېږي هغه به څنګه ډکېږي؟”

د امریکايي چارواکو څلور اندېښنې

طالبانو بیا بیا ویلي، که تر ټاکلې نېټې بهرني ځواکونه ونه وځي دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

د نوموړي په خبره، له امریکايي چارواکو سره دا څلور اندېښنې دي چې د دوی له وتلو وروسته به طالبان د سولې تړون پر ژمنو ودرېږي، له القاعده سره به اړیکي پرې کړي له حکومت سره به خبرو کې پرمختګ وکړي او اوږدمهال اوربند به اعلان کړي که نه:

“دا هغه پوښتنې دي چې دوی نه شي کولی په ښکاره ووايي، امریکا افغانستان کې څه دریځ غوره کړی دی. “

شېرجان احمدزی وايي، ډیموکراټان او ولسمشر بایډن د طالبانو او امریکا د پخواني حکومت له دوحې تړون خوشال نه دی: “دوی دا لویه نیوکه درلوده چې دې تړون کې افغانستان کې ایتلافي حکومت له پام غورځول شوی دی، ایتلافیانو سره خبرې نه دي شوې، نېغې خبرې له طالبانو سره شوې دي او هغوی یې نور زړور کړي دي. کله چې دا میراث بایډن ته پاتې شو، نو بیا هم دا اندېښته شته، ځکه یې د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي، چې له دوحې سولې خبرو وروسته اوس د ترکیې بهیر هم پیل شو. “

نوموړی وايي، د امریکا اوسنی حکومتي غواړي چې هر فشار سره کېږي هغه که د سیمه ییزې اجماع یا ملګرو هېوادونو د فشار سره وي “باید طالبان له افغان حکومت سره جرګه شي یوې هوکړې ته ورسېږي او امریکا بې له دې چې وتلو سره یې افغانستان کې تاوتریخوالی پیدا شي، افغانان داسې تړون ته ورسېږي چې امریکا بیا اړتیا ونه لري افغانستان ته ستنه شي. “

ترکيه کې د جوړېدونکې غونډې نېټه لا نه ده اعلان شوې خو يوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي و ترکیه، امريکا او ملګري ملتونه سلا شوي چې د استانبول غونډه د راونې اپرېل مياشتې پر ۱۶ مه پیل شي او ١٠ ورځې به دوام وکړي.

طالبان څه وايي؟

د ۲۰۲۰ کال د پرورۍ پر ۲۹ طالبانو او امریکا د سولې تړون وکړ.

وسلوالو طالبانو پخوا بیا بیا ویلي، چې د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتېدل د افغان جګړې د غځولو په مانا دي او د دوی له غبرګون سره به مخ شي.

خو دې وروستیو کې رويټرز د يوه لوړ پوړي چارواکي په وينا ليکلي چې طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو د وروستۍ نېټې غځولو سره سلا دي او د خپلو زرگونو زندانيانو د خوشي کېدو په بدل کې به پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي.

خو قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم بيا وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوې نېټې غځولو په اړه کوم وړانديز نه دى شوى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *