د سرچینو له مخې تېره ورځ باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ په پوستو درانه بریدونه شوي.
برید د باجوړ ایجنسۍ د لوی ماموند په ډانډې سر نومې سیمه کې شوی، چې پکې د پوځ درې تنه سرتېري وژل شوي.
دوهم برید د چار شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوی کله چې د پوځ په یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.
یاده چاودنه د باجوړ ایجنسۍ د چارمنګ تحصیل په مټاک سر کې مخې ته راغلې چې پکې درې تنه پوځیان وژل شوي.
د برید مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په خپله غاړه اخیستی.
د یادونې وړ ده چې په روانه میاشت کې د طالبانو لخوا دا اول برید دی چې ترسره کېږي.
د پوځ عامه اړیکو آیي ایس پي آر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.