شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / تېر کال کې افغانستان کې یو مټریک ټنه وریښم تولید شوي

تېر کال کې افغانستان کې یو مټریک ټنه وریښم تولید شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې تېر کال کې افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه وریښم تولید شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه لرغونی صنعت افغانستان کې یو وار بیا د ودې په حال کې دی.

د کرنې وزات ویاند اکبر رستمي نن سه شنبه اپرېل ۶ (وری۱۷) امریکا غږ ته وویل: “زموږ معلومات ښيي چې په تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې افغانستان کې د وریښمو تولید یو زر او ۹۹ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی.”

رستمي زیاته کړه چې جوزجان، ننګرهار، هرات او بلخ په پرله پسې توګه افغانستان کې د وریښمو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.

د ورښیمو تار د یو ډول چینجي نه ترلاسه کیږي چې د کپړې او غالیو په اوبدلو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

دغه تار د نورو صنعتي تارونو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او د تاریخيه پلوه یو له ډېرو لرغونو صنعتونو له ډلې دی.

ویل کیږي د وریښمو صنعت د ختیځ او لوېدیځ د سوادګرۍ او فرهنګي نښلولو سبب هم شوی چې د افغانستان اوسنۍ جغرافیې پکې نښلوونکی رول لوبولی.

د رپوټونو پر بنسټ تاریخ پوهان وايي چې د وریښمو لاره له هند او چین نه د افغانستان له لارې له خلیج او اروپا سره نښلولې وه. په دغې لارې تر ټولو لویه سوداګري د وریښمو لېږدول و.

د کابل-ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې یوه سیمه د وریښمو تنګۍ په نامه نومول شوې ده.

په وروستیو دوه لسیزو کې د افغانستان او چین حکومتونو د دغې لرغونې لارې یو ځل بیا ژوندۍ کولو لپاره ځینې ډیپلوماټیک اقدامونه هم کړي خو تر اوسه یې په عملي توګه نتیجه نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *