شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / حوثیانو د سعودي عربستان بېلابېلو ښارونو کې پر تاسیساتو بریدونه کړي.

حوثیانو د سعودي عربستان بېلابېلو ښارونو کې پر تاسیساتو بریدونه کړي.

حوثیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو بریدونه کړي.

د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

دا بریدونه په دمام، عسیر او جازان ښارونو کې پر مختلفو اهدافو شوي.

راس تنوره کې د ارامکو شرکت د تیلو زېرمې هم پکې په نښه شوې دي.

حوثیانو ویلي: “د ۱۴ بې پیلوټه الوتکو او ۸ توغندیو په وسیله یې د عربستان د خاورې زړه هدف ګرځولی دی.”

د سعودي دفاعي چارواکو ویلي د راس تنوره پر نفتي تاسیساتو یې چې له دغه هېواد د تیلو صادراتو ته خورا مهم دي، د بې پیلوټه الوتکې برید شنډ کړی او دا الوتکه یې هدف ته تر رسېدو وړاندې د هوايي دفاع سیستم په وسیله نسکوره کړې ده.

له دې سره دمام ښار کې د ارامکو شرکت اړوندې استوګنیزې مجتمع ته نږدې هم یو بالیستیک توغندی د دفاعي سیستم په وسیله ویشتل شوی دی.

د سعودي عربستان چارواکي وايي دغو بریدونو د سر زیان نه دی اووښتی.

د دغه هېواد د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ویلي په دغو بریدونو کې “د انرژۍ د بازار ثبات او د نړیوال اقتصاد امنیت” په نښه شوي دي.

حوثیانو تېره پنجشنبه هم جدې ښار کې د ارامکو شرکت پر نفتي تاسیستانو د برید خبر ورکړی و.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو او د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې د یمن د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو هڅې ډېرې کړې دي.

په دې لړ کې د امریکا نوې ادارې د یمن د حوثي ملیشې نوم چې ویل کېږي د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو سازمانونو له لیست ایستلی او له سعودي عربستان سره یې د یمن جګړه کې پوځي همکاري ځنډولې ده.

د یمن کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي

6 تبصرې

  1. Wonderful beat ! I would like to apprentice while you amend your website, how could i subscribe for a blog site? The account aided me a acceptable deal. I had been tiny bit acquainted of this your broadcast offered bright clear concept

  2. Outstanding post, I conceive website owners should larn a lot from this website its rattling user genial.

  3. alprostadil suppository for sale https://alprostadildrugs.com/ what is alprostadil used for

  4. vardenafil vs sildenafil https://vegavardenafil.com/ generic vardenafil 20mg india

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *