د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې پر کابل ټولې لویې لارې تړي او تر هغو به بندې وي، چې څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلي. حکمتیار له دې مخکې حکومت ته ګوت څنډنه کړې وه، چې که یې پاتې بندیان خوشې نه کړي، نو ارګ به محاصره کړي. خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نوموړي خبرې ټوکې بللې وې.

excellent article, i love it