شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / داعش “دولت الاسلام” ډله وایي په جلال اباد کې ډاکټره مونږ وژلې.

داعش “دولت الاسلام” ډله وایي په جلال اباد کې ډاکټره مونږ وژلې.



داعش ویلي په چسپکي بم یې افغان ډاکټره وژلې 


د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې خبریالا ملاله مېوند په جلال اباد کې وژل شوې وه داعش د هغې د حملې مسولیت هم منلی وو.

داعش وسله والې ډلې د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په چسپکي بم د یوې ډاکټرې د وژلو ‌ذمه واري ومنله.

داعش په جلال اباد کې د انعکاس ټېلې وژن د دریو کارکوونکو د وژلو ‌‌ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده.
د انعکاس دریواړه کارکوونکي د نهې، سه شنبې، په ورځ په بېلا بېلو حملو کې وژل شوي دي.
په جلال اباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تشدد په اړه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د افغان مامورینو له قوله وویل چې نښلېدونکی بم په هغې رکشې پورې لګول شوی وو چې ښځینه ډاکټره پکې ناسته وه.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي له قوله وېل شوي چې د نښلېدونکي بم په چاودنه کې د ننګرهار روغتون د نسايي ولادي څانګې ډاکټره صدف ووژل شوه. یوه لارونکي ماشومه زخمي شوي ده.
ای پي په خپل رپورټ کې وايي د داعش وسله والې ډلې په یو بیان کې د حملې ذمه واري ومنله او ویې وېل چې وژل شوي مېرمن په جلال اباد کې د افغان استخباراتو دپاره کار کولو.
يوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې د تشدد په بله پېښه کې د یوې کارخانې اووه کسان په ډزو وژل شوي دي.
ای پي د ننګرهار د پولیس مشر جمعه ګل همت له قوله وویل چې دغه وژنې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې شوي دي او په دې لړ کې څلور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.
د پولیس ترجمان فرید خان ای پي ته وویل د سرخرود په کارخانه (فابریکا) کې کارکونکي د هزاره ټولنې غړي وو چې د روزګار په غرض د کابل، بامیان او بلخ نه سرخرود ته راغلي وو.
په کارکونکو د حملې ‌ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو ای پي په خپل رپورټ کې وايي داعش د هزاره ټولنې په وګړو حملې کړي دي.
داعش د انعکاس ټېلې وژن په دریو مېرمنو کارکوونکو د نهې، سه شنبې، په ورځ د حملې ‌‌مسولیت هم منلی دی.
مرسل واحدي، سعدیه سادات او شهناز روفي به یو ځای ته دفتر نه کور ته د تګ به غرض ووتلې خو په بېلا بېلو حملو کې ووژل شوې.
څېړونکي وايي په افغانستان کې په خبریالانو او د انساني حقونو په فعالانو حملې زیاتې شوي دي چې چارواکي يې پړه په طالبانو اچوي خو طالبان د دوی د ککړتیا خبره ردوي.

4 تبصرې

  1. My relatives always say that I am killing my time here at net, however I know I am getting familiarity daily by reading thes pleasant content.

  2. I was wondering if you ever considered changing the layout
    of your blog? Its very well written; I love
    what youve got to say. But maybe you could a little more in the way of content so people could connect with it
    better. Youve got an awful lot of text for only having one or 2 pictures.
    Maybe you could space it out better?

  3. Excellent article. Keep posting such kind of information on your
    page. Im really impressed by your site.
    Hey there, You’ve performed an excellent job. I will certainly digg it and personally recommend
    to my friends. I am sure they’ll be benefited from this website.

  4. It?¦s in reality a nice and helpful piece of information. I am glad that you simply shared this helpful info with us. Please stay us informed like this. Thank you for sharing.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *